ننګرهار:د باڼسو ونو د ترویج چارې په بریالیتوب سره پرمخ ځي

۲۱ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۵۸ ب.ظ -

د ننګرهار ولایت په کامې او کوز کونړ ولسوالۍ کی د کلیو پراختیا وزارت له لوري د میرمنو د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا ملی پروګرام ترچتر لاندې د باڼسونو د ونو د ترویج پروژې چارې په بریالیتوب سره پرمخ ځی.

د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه پروژه د ننګرهار په کوز کونړ او کامې ولسوالۍ کې په ازمایښتې ډول پیل شوې ده او د بریا په صورت کې به د ننګرهار نورو سیمو ته هم وغځول شی .

نوموړی زیاته کړه د باڼس لرګیو ته د زیاتې تقاضا د شتون پربنسټ په ننګرهار کی لومړي په یادو ولسوالیو کې بزګرانو د باڼسونو بوټو د ترویج په اړه روزنه ورکړل شوې وه او له هغوی څخه هغه مخکښ بزګران چې ځمکه یی د باڼس بوټو لپاره مناسبه وه غوره شوې دي.

ده وویل دامهال په یادو ولسوالیو کی ۲۵ تنه بزګران غوره شوی چې هره یوه بزګر ته به له ۱۰۰ څخه تر ۱۶۰ پورې قلمې د نرسرئ د تولید په موخه ورکول کیږی.

ددې پروژې مسوول محمد شعیب دراني وویل دغه قلمې په ننګرهار کې له ځایی باڼس بوټو څخه اخیستل شوې او تمه ده چی پایله به یی مثبته وی.

ده وویل ددې پروژې په پلی کیدو سره به له یوې خوا له بهر څخه هیواد ته د باڼسونو د واریدلو مخه ونیول شی او له بل لوري به سلګونو خلکو ته د کارموندلو زمینه برابره شی.

باید یادونه وشي چې د باڼسونو د پروسس په موخه په کامې ولسوالۍ کې د فابریکې چاری مخ په بشپړېدو دی.

۱۸۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of