ننګرهار: تېره مياشت د څلوېښت زره ناروغانو وړيا درملنه شوې

۲۱ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۰۵ ب.ظ -

ننګرهار ولايت سيمه ييز روغتون مسئولين وايي، د دغه روغتون پولي کلینک کې تيره مياشت د څلویښت زره ناروغانو وړیا درملنه شوې.

دپولي کلینک آمر ډاکټر تازه میر تلوار وايي چې له دې جملې څخه دوه سوه یو شپیته ناروغانو د بستر پر مهال درملنه شوې د بستر لپاره د روغتون بیلابېلو څانګو ته انتقال شوي او پاتې نور له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.

نوموړې وويل دې کلینک کې د تشخیص او معالجې یو ویشت څانګې فعاله دې چې د ورځې په اوسط ډول تر اتلس سوو ناروغان مراجعه کوې چې تر درملنې او د وړیا درملو ورکړې وروسته رخصت کېږې

۱۳۳ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed