ننګرهار: د چاودنې له امله ۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۳۸ ب.ظ -

د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ د شډل سر تڼۍ سيمه کې نن د لیندۍ په ۱۶مه غرمه شاوخوا دولس بجې د پرسونل ضد ماين په چاودنه کې يوه ماشومه وژل شوې او يوه مېرمن او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت رسنيز دفتر ليکي، یاد ماین په کثافاتو کې ځای پر ځای شوو،چې د لرګیو او نورو توکو د را ټولیدو پر مهال په یادو ماشومانو او میرمنې یې چاودنې وکړه .

24899678_972131909602032_2808330299807508686_n

ټپيان د درملنې په موخه د غني خېلو ولسوالۍ سيمه ييزو روغتون ته ليږدول شوي دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .