ننګرهار: سلګونه کيلو نشه يي توکي نيول شوي

۲۴ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۲ ب.ظ -

ننګرهار ولايت سره رود او بهسودو ولسواليو کې پولیسو ۲۸۳ کیلو ګرامه چرس ونيول.

د ننګرهار رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې پولیسو تېره ورځ د سره رود ولسوالۍ نغرک سيمه کې په يوې هينو موټر کې ۲۴۳ کيلو ګرامه چرس چې په ډېر مهارت سره په کې ځای پر ځای شوي و ونيول.

26229972_992998080848748_8619603644715412100_n

دغه راز په ورته وخت کې د بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو سيمه کې په يو عراده سراچه ډوله موټر کې ۴۰ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

دغه نشه يي توکو سره دوه تنه نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .