ننګرهار: په اچين کې د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۳۳ ب.ظ -

ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې د اوبو يوه شبکه تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې د اوبو دغه شبکه د دې ولسوالۍ د ښاروالۍ په مالي لګښت جوړه شوه.

نوموړي وويل، چې د دغه شبکې په جوړيدو سره د دې سیمې ګڼ شمېر کورنۍ د پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.

24301449_971034323045124_353288771366903068_n

د اچين ولسوال د يادې سيمې پر سوداګرو او مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې د پاکو اوبو په برابرولو کې ور سره همکاري وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .