ننګرهار: ښوونکو ته مبايل له لارې د معاشونو وېش پروسه پيل شوه

۱۲ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۲ ب.ظ -

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ميا عمر لېسه کې ښوونکو ته مبايل له لارې د معاشونو وېش په موخه د بايوميتريک پروسه پيل شوه.

د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري وويل، چې د دې سيستم په پلې کيدو سره به نور ښوونکي بانک ته د تلو او هلته په قطارونو کې د ودريدو اړتيا ونه لري .

نوموړي وويل، چې د دې پروسې پېل د شفافيت تضمين کوي او له ښوونکو يې وغوښتل چې دپروسې له کارکوونکو سره مرسته وکړي او هر ډول اسنادو ته چې اړتيا وي ورته چمتو يې کړي.

18765660_1040662226082333_6360430572287281155_n

مبايل له لارې د ښوونکو دمعاشو نو دويش پروسه د جلال اباد ښار او پنځو ولسواليو په څوارلس ښوونځيو کې په ازمايښتي ډول تر سره کيږي او ټاکل شوې چې د روان کال تر پايه به ټول ښوونکي له دې خدماتو برخمن شي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .