ننګرهار کې د دولسم ټولګیو نږدې ۱۷ زره فارغانو څخه د کانکور ازموینه پیل شوه

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۲ ق.ظ -

د ننګرهار ولایت پوهنتون کې د چنګاښ په  شلمه د دوه زره درې اتیا نجونو په ګډون د دې ولایت ۱۶۵۲۸ کسانو څخه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته د بریالیتوب په موخه د کانکور ازموینې بهیر پیل شو.

FB_IMG_1531287970144

د کانکور ازموینې د کمیټې مشر پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید وویل، سږ کال د دوه زره درې اتیا نجونو په ګډون ۱۶۵۸۲ کسانو څخه د کانکور ازموینه اخیستل کیږي،چې په کې ۱۱۹۶۱ د دولسم ټولګیو سږني او متفرقه،۱۸۳ د دیني علومو او ۱۷۱۰  د شپې ښوونځیو فارغین شامل دي،نوموړي همدا راز د کمیټې له لورې د کانکور ازموینې د بشپړ شفافیت څخه هم ډاډ ورکړ. ننګرهار والی حیات الله  وویل هیچاته به اجازه ورنکړي،چې د کانکور ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي او د دې ولایت ټولو ولسونو ته یې د پوره شفافیت او څار څخه ډاډ ورکړ،هغه همدا راز د ننګرهار پوهنتون لپاره د جمهور رئیس په سپارښتنه د ځآنګړو نویو تدابیرو او پلانونو له نیولو څخه هم خبر ورکړ. د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک میاخیل وویل، په پوره توان سره یې هڅې پیل کړي،ترڅو د تېر کال په څېر سږ کال یو ځل بیا د کانکور ملي پروسه په شفاف ډول ترسره شي او همدا راز یې د تدابیرو د نیولو له امله د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو،کانکور کمیټې او د ننګرهار پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو څخه مننه وکړه . ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي  ډاډ ورکړ،چې د کانکور ازموینې د امنیت په موخه یې ګډ ځواکونه پر دندو ګمارلي او په ټول توان د پېښو د مخنیوي هڅې کوي. د یادونې وړده،چې په ټول هېواد کې سږ کال د ۲۶۰ زرو په شاوخوا کې د دولسم ټولګیو فارغان د کانکور په ازموینه کې ګډون لري،چې ۶۳ زره به یې لوړو او ۵۳ زره نور به یې  نیمه لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره بریالي شي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .