ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۴۴ ب.ظ -

یاده غونډه، چې دنشه يي توکوپرضد د مبارزې ریاست له لورې قبایلو ریاست دغونډو په تالارکې جوړه شوې وه دولایت اداري اومالي مرستیال تمیم عارف مومند، د نشه يي توکو پرضد دمبارزې رئيس محمد ادریس ساپي، يو شمېر نورو مسئولينو، ځوانانو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی و.

FB_IMG_1531323452586

د ولايت مالي او اداري مرستيال تمیم عارف مومند وويل، چې ولايت مقام د نشه يي توکو مخنيوي کې جدي هلې ځلې کوي او په دغه برخه کې يې اړونده ادارو ته د قانوني اقداماتو لارښوونه کړې ده. نوموړي وويل، چې نشه يي توکي یواځې د روږدو کسانو په زيان ندي؛ بلکې د کورنۍ غړي او د ټولنې ټولو وګړو ته يې زيان رسيږي. هغه مسئولينو ته د نشه يي توکو په مخنيوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د لازمو اجراتو سپارښتنې وکړې. د نشه يي توکو پرضد مبارزې رئیس په ياده برخه کې خپلې لاسته راوړنې او فعالیتونه ګډونوالو سره شریک کړل. نوموړي وويل، چې د کوکنارو مخنيوي او د ځوانانو نشه يي توکو څخه د ژغورنې برخه کې يې لازمې هڅې کړي؛ خو زياته يې کړه، چې مرکزي اداره بايد روږدو کسانو ته جدي پاملرنه وکړي او له نشه يي توکو څخه د نوي نسل ژغورنې برخه کې موثر پلان جوړ کړي. په دغه غونډه کې علماء کرامو، ځوانانو، مدني فعالانو او نورو د نشه يي توکو زيانونه بيان کړل او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې په جدي ډول د نشه يي توکو مخنيوی وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .