ننګرهار: ګوشتې کې د سولې تر نامه لاندې د کرکټ پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

۱۱ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۴۹ ب.ظ -

ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د سولې تر نامه لاندې يوه مياشت وړاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسیدې.

په دغه سياليو کې د يادې ولسوالۍ ۲۸ لوبډلو ګډون کړی و، چې یادو لوبډلو له جملې څخه د سربند عالي لېسې لوبډله او د ډاګ ایلیون سټار لوبډله د سولې جام ټورنمنټ پای لوبې ته ووتلې.

27067344_1003496173132272_6091965077602803400_n

د دواړو لوبډلو ترمنځ پای لوبه وشوه، چې د سربند عالي لېسې لخوا ۷۵ منډې هدف د ټولو لوبغاړو په سوزیدو د ډاګ ایلیون سټار لوبډلې ته ورکړل شو.

د ډاګ ایلیون لوبډلې ټاکل شوی هدف د ټولو لوبغاړو په سوزیدو پوره نشو کړای او پای لوبه د سربند عالي لېسې په ګټه تمامه شوه.

په پای کې ګټونکې لوبډلې ته د ګوشتې ولسوال له لوري برابرې شوې ډالۍ ورکړل شوې او هغه لوبغاړي، چې په لوبه کې ښه ځليدلي و ورته ميډالونه ورکړل شول.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .