نن زما ورځ ده

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۸ ب.ظ -

 ژباړه: عطا محمد میاخېل

Miakhil

هره ورځ سهار، کله چې له خوب څخه را ویښېږئ، کولای شئ، له ځان سره ووایئ، چې زه یو قرباني یم او هره پېښه، چې را منځته شي، نه شم کولای، له ځان سره مرسته وکړم، یا کولای شئ له خوب څخه را ویښ شئ او له ځان سره ووایئ، چې نن زما ورځ ده، مهمه نه ده، چې څه پېښېږي، هره شېبه به ښکلی ژوند وکړم، کولای شو، هره ورځ وټاکو، چې یو قرباني واوسو او یا په ډېرې زوړرتیا او بریا سره ژوند وکړو. وې ټاکئ، چې د خپلو افکارو کومې برخې ته ډېر پام کوئ، مثبتو یا منفي افکارو ته؟ هره ورځ سهار خپل روح پاک کړئ، کله چې له خوبه را ویښېږئ، نو هیندارې ته وګورئ او ووایئ، نن چې له هر څیز سره مخامخ شم، نو وبه یې منم، وروسته یې تکرار کړئ، چې نن زما ورځ ده او ځانته ووایئ، چې زه به هېڅکله ماتې ونه منم او شاته تګ به ونه کړم، په تمه اوسئ او وګورئ، چې دا کلمې به څنګه ستاسو دنننۍ بطرۍ چارج کړي.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .