نوې برېښنايي لارۍ یو ځل چارج سره ۵۰۰ میله سفر کوي

۷ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۹ ب.ظ -

۴

مشهوره امریکایۍ کمپنۍ «ټېسلا» تېره اوونۍ خپله لومړنۍ برېښنايي لارۍ معرفي کړه. دغې لارۍ  کمپنۍ ادعا کوي چې یو ځل چارجېدو سره ۵۰۰ میله پورې سفر کولای شي.

داسې راپورونه هم شته چې ټېسلا کمپنۍ غواړي د دغې لارۍ مختلفې بڼې چې مختلفې ځانگړنې او د سفر وړتیا به ولري وړاندې کړي.

اوس لپاره ټېسلا کمپنۍ د خپل برېښنايي لارۍ لږ تر لږه درې مختلف ماډلونه وړاندې کوي چې بيې به يي هم له یو بل سره توپیر ولري.

که څه هم ټېسلا کمپنۍ خپل لومړنۍ برېښنايي لارۍ معرفي کولو پر مهال په دې اړه چې د دغې لارۍ نور ماډلونه به هم وړاندې کړي څه ونه ویل، خو د دغې نیمه برېښنايي لارۍ کوچنۍ، منځنۍ او غټې بڼې به هم بازار ته وړاندې شي.

د ټېسلا کمپنۍ پر بنسټ هغه نیمه برېښنايي لارۍ چې یو ځل چارج سره ۳۰۰ میله سفر کولای شي بیه به یو نیم لک امریکايي ډالره وي.

د دغې برېښنايي لارۍ د بلې بڼې بیه چې یو ځل چارج سره ۵۰۰ میله سفر کولای شي به تقریباً ۱۸۰۰۰۰ امریکايي ډالره وي.

ټېسلا کمپنۍ د دغې لارۍ درېیمه بڼه د «فاونډرز سیریز» په نوم معرفي کړی چې بیه به يي دوه لکه امریکايي ډالره وي.

د ټېسلا کمپنۍ په وینا هغه کسان چې غواړي ۳۰۰ او ۵۰۰ میله د سفر وړتیا لرونکې برېښنايي لارۍ ترلاسه کړي باید له وړاندې څخه نوم لیکنه وکړي او د نوم لیکنې پر مهال ۲۰۰۰۰ امریکايي ډالره ادا کړي.

ټېسلا کمپنۍ همداراز ادعا کوي چې دغه برېښنايي لارۍ د خپل ژوند په اوږدو کې به خپل څښتن دوه لکه امریکايي  ډالره اضافي لگښت څخه وژغوري.

هېره دې نه وي چې دغه لارۍ به ۲۰۱۹ کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .