نوې څېړنې: د روغتيا لپاره کوم يو ډېر مضر دی، الکول او که ګنجه؟

۲۴ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۸ ق.ظ -

ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال

۱- الکول: په کيميا کې الکول يو عضوي مرکب دی، خو په عادي ډول او ورځني ژوند کې، د الکولو کليمه ايتل الکولو ته ګرځي، چې د نشه يي توکو په ډول کارول کيږي. په هر الکولي څښاک کې د ايتل الکولو سلنه موجوده وي او په همدې بنسټ يې فيصدي تعين کيږي.

۲- ګنجه: ګنجه چې ورته نور بوټي يې د ماریجوانا، کانابېس او په نور نومونو هم ياديږي، د تيز بوی لرونکو بوټو وچې پاڼې دي، چې دوی هم د نشې په موخه کارول کيږي.

د سالم انسان لپاره د هر ډول نشه يي توکو لکه سېګرټ، نسوار، چرس، پوډر، شراب، الکولي څښاک، کرسټال او نور کارول په زيان دي او په همدې اساس د اسلام مبارک دين، د نشه يي توکو استعمال حرام کړی دی.

ګنجه او الکول پيړۍ وړاندې منځ ته راغلي دي او خلک ورڅخه د نشې په پار ګټه اخلي. په تېرو وختونو کې له ګنجې او الکولو څخه د ډېر عمر لرونکو کسانو او هغه هم په کمه اندازه ګټه پورته کوله، خو په اوس وخت کې له زده کړو لرونکو کسانو نيولي، بيا تر ښځو او ماشومانو پوري له دغه نشه يي توکو څخه کار اخلي او پرې اعتياد شوي دي. په دې لېکنه دا درته په ګوته کوو، چې په روغتيا باندې الکول ډېره بده اغېزه کوي او ګنجه؟

نويو څيړنو موندلې ده، چې د الکولو استعمال په ښځو او نارينو کې د مغزو خړ رنګې ماده له منځه وړي او يا د يادې مادې فعاليت کموي. د انسان په مغزو کې دغه خړ رنګې ماده له عصبي رېښو او د عبصي رېښو ترمنځ د تشې يا سیناپس‌ څخه منځ ته راغلي ده، چې بدن کې د عضلاتو د حرکت، اورېدلو، ويلو او لېدلو دنده په غاړه لري او ورسره د انسان احساسات تر کنټرول لاندې نيسي.

د اوږد وخت لپاره او په ډېره پايمانه د الکولو کارونه، د نوروتوکسین د شتون له امله په مغزو باندې بد اغېز کوي. په الکول کې موجود نوروتوکسین په عصبي رشتو باندې بد اغېز کوي. دا چې مغز په خپله د مېلېونه عبصي رشتو څخه جوړ شوي دي، چې د نيورن په نوم ياديږي، نو د نوروتوکسین په اساس نيورن تخربيږي او په پايله کې مغز خپل فعاليت له لاسه ورکوي.

د څېړنو مطابق، هغه کسان چې په ډېره اندازه سره له الکولو ګټه اخلي نو نيورن يې له منځه ځي او د نيورن په تخريب سره خپل عقل او فکر له لاس ورکوي، چې د جنون مرحلې ته رسيږي. د وجود د حرکاتو، لېدلو، ويلو او اورېدلو واک يې له مغزو سره نه وي پاتې او په دې سلسله د ټول وجود کنټرول يې بې اختياره کيږي.

ګنجه بيا مغز وچوي. که چېرې يو کس په يوه ورځ کې له ګنجې څخه جوړ درې سېکرټ وڅکوي او نو په کم وخت کې يې مغز په وچېدلو پيل کوي او د مغزو حجم يې کميږي. د شرابو په پرتله ګنجه دوه نورې وژنکې ناروغي هم رامنځ ته کوي. دا چې ګنجه څکول کيږي او لوګۍ وجود ته دننه کيږي، نو شونې ده چې د ګنجې په استعمال سره د زړه رګونه تنګ شي او له تنګېدو وروسته د وينې د دوران په سېسټم کې ستونزې را پيدا کړي، چې په پايله کې د ساه بندۍ او د زړه ناروغۍ رامنځ ته کوي. د زړه له ناروغيو پرته ګنجه د سږو د سرطان لامل هم شمېرل کيږي.

په پايله کې ويلی شو، چې الکول او ګنجه دواړه د انسان د روغتيا لپاره خطرناک دي او وژنکې ناروغۍ منځ ته راوړي. خو په مغزو باندې د ګنې په پرتله د الکولو منفي او بد اغېز ډېر دی او الکول په کم وخت کې نيورن له منځه وړي او خو ګنجه بيا په تدريجي ډول سره مغزې سېسټم له فلج سره مخامخ کوي.

غوره دا ده، چې له هر ډول نشه يي توکو څخه، خو په ځانګړې ډول د الکولو او ګنجې له کارونې څخه ځوانان لېرې وساتل شي او که چېرې پرې اخته وي، نو له اړوند ډاکټر سره دې پرې خبرې وشي، ترڅو د الکولو او ګنجې منفې اغېزې ورستۍ پايلې ته ونه رسيږي

1

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .