نیازی : د قانون د پلي کولو په برخه کې د خلکو همکارې اړینه ده.

۲۱ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۲۶ ب.ظ -
د اروزګان د استیناف محاکمي نوي ټاکل سوي رییس فهیم الله نیازی وایې، د خپلي دندې پرمهال د قانون پلي کولو ته ژمن دي او د خلکو څخه یې وغوښتل چې د عدلي او قضایې ارګانونو سره دې خپلو همکاریو ته دوام ورکړئ. د اروزګان د استیناف محاکمي نوي رییس فهیم الله نیازی نن د یوشمیر لوړ پوړو مسوولینو لخوا رسمآ معرفي او په دنده یې پیل وکړ. د ستري محاکمي څخه راغلي پلاوي کریمي د نوي رییس د معرفي کیدو پر مهال هغه یو وړ او باتجربه شخص وباله او وویل، ستري محاکمي د تیري کال د یوشمیر کسانو د تبدیل او ګمارني په دوام سږکال هم د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې یاهم نوي کسان په دندو وګمارل او یاهم د بل د یو ولایت څخه بل ولایت ته تبدیل کړه. کریمي وویل ، د اروزګان د محاکمو لپاره نوي ټاکل سوي رییس تردې مخکې د ننګرهار په ولایت کې دنده درلوده او د خپلي دندې پرمهال يې ښه لاسته راوړني هم لرلي دې. د ستري محاکمي څخه راغلي پلاوي د اروزګان د محاکمو د پخواني رییس مولوي محمد جان څخه هم ستاینه او مننه وکړه چې د تیرو څو کلونو لپاره یې دغه مسوولیت په ښه توګه سرته ورساوه او بلاخیره تقاعد ته سوق سو. د اروزګان لپاره نوي ټاکل سوي د استنیاف محاکمي رییس فهیم الله نیازي ژمنه وکړه، چې خپل ورسپارل سوي مسوولیت به د قانون په چوکاټ کې سرته رسوي او د اداري په چوکاټ کې به هیچاه ته اجازه ورنه کړي چې غیري قانوني کړني ترسره کړي. نیازي د خلګو همکاري د عدلي او قضایې ارګانونو سره اړینه وباله او وویل، چې دوی به د هرشخص سره د قانون په چوکاټ چلند کوي. د استیناف محاکمي نوي رییس وایې، تردې وروسته به په عدلي او قضایې ارګانونو کې ټول هغه کسان په دندو ګمارل کیږي کوم چې په دې برخه کې یې زده کړي ترلاسه کړي وي. د نوي ټاکل سوي رییس د معرفي کیدو لپاره ددغه ولایت ګڼ شمير قاضیان ، څارنوالان او یوشمیر نور لوړ پوړي مسوولین هم راغلي او ژمنه یې وکړه چې ددغه اداري سره به پوره همکاري کوي او دقانون په چوکاټ کې به فعالیتونه سرته رسوي. aviary_1505214071599

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .