نیکولس: د سولې لپاره پر طالبانو پوځي فشارونه زیاتوو

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۳۵ ب.ظ -
  ناټو د سولې خبرو لپاره پر طالبانو د سیاسي او ديپلوماتيکو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونه هم ډېروي. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن کندهار ته د خپل سفر پر مهال ګواښ وکړ، چې د افغان حکومت د قوي موقف لپاره به پر طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي. په همدې حال کې د کورنيو چارو او د ملي امنیت چارواکي وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره تازه هڅې ګړندۍ شوي او ډېر ژر به د طالب قوماندانانو ډېره برخه د سولې خبرو ته حاضره شي. ناټو غواړي د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت موقف پر طالب وسله والو د پوځي فشارونو په مټ پیاوړی کړي.  
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نیکولسن کندهار ته د خپل سفر پر مهال وویل، د سولې خبرو لپاره به پر طالب وسله والو د سیاسي او ډيپلوماټیکو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونه هم زیات کړي.
  جنرال جان نیکولسن وویل:((موږ د سولې خبرو لپاره، د ديپلوماتيکو فشارونو تر څنګ پر هغوی پوځي فشارونه هم زیاتو)) هغه ګواښ وکړ، چې د سولې خبرو کې د افغان حکومت د موقف د پياوړي کولو په موخه به پر طالب وسله والو خپل بریدونه زیات کړي. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نیکولسن زیاته کړه: (( موږ خپل پوځي فشارونه پر دښمن زیاتو، او خپلو بریدونو ته به تر هغه وخته دوام ورکوو، چې دوی د سولې خبرو لپاره مجبور شي. موږ دا کار د دې لپاره کوو، چې افغان حکومت له یوه قوي موقف څخه د سولې خبري مخې ته یوسي.)) په افغانستان کې د امريکا سفیر بیا په هېواد کې د پرمختيايي پروژو عملي کول د سولې خبرو لپاره ګټور ګڼي. هغه وویل: ((موږ به خپلې پر مختیايي پروژې زیاتې کړو، په دې سره به افغانان د یوه پیاوړي اقتصاد لرونکي وي، او د جګړې پر ځای به د سولې لپاره ليواله شي.)) په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس پر طالب وسله والو ږغ وکړ، چې د سولې لپاره دې د ولسمشر له وروستي وړاندیز څخه د یوه ښه فرصت په توګه ګټه واخلي. تر دې وړاندې د کابل بهیر په دوهمه غونډه کې افغان ولسمشر د سولې لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړې وه او پر طالب وسله والو يې ږغ کړی و، چې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي. 30422150_1872628736100883_577027389_n

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .