هرات:سږ کال د ځانوژنې تر زرو زیاتې پېښې ثبت شوي

۲۰ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۳۶ ب.ظ -

د هرات د روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي وایي،چې دغه روغتون له یوه کال راهیسې د ځانوژنې تر زرو زیاتې پېښې ثبت کړي .

د سرچینې په وینا د دغو پېښو ۲۵ سلنه یې د مرګ سبب شوې او نور هڅه کوونکي له مړینې مخکې ژغورل شوي .

هغه په ورته وخت کې وایي، چې سږ کال د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د ځانوژنې د پېښو کچه ۲۰ سلنه زیاته شوې .

رواني ستونزې، خپګان او وزګارتیاد ځانوژنې د دغو پېښو لوی لاملونه یاد شوي .

her

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .