هراتي کروندګرو د زعفرانو کښت ته زور ورکړی

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۴۰ ب.ظ -

هرات کې د زعفرانو تولید سږکال نسبت تېرکال ته دوه ټونه زیات شوی . د هرات ولایت د کرنې ریاست مسؤولین وايي تېرکال کروندګرو شپږ ټونه زعفران ټول کړي خو سږکال اټکل کیږي، چې اته ټونه زعفران به راټول کړي. په ورته وخت کې د هرات یو شمیر کروندګر شکایت کوي، چې یو شمېر کړۍ د ګاونډي هیواد ایران څخه د ټیټ کیفیت زعفران واردوي او د افغانستان په نوم يې صادروي. دوی پر دولت غږ وکړ ،چې د زعفرانو د وارداتو مخه دې ونیول شي. نن په هرات کې د زعفرانو ګل دریم نندارتون هم پرانستل شو. دغه نندارتون کې د ښار او ولسوالیو کروندګرو خپل زعفران په پنځلسو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل.  
د کرنې ریاست مسؤولین وايي، سږ کال په ټول هرات کې ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي چې د تېر کال په پرتله به دوه ټونه ډېر حاصلات راټول کړي.
 
د کرنې ریاست مسؤلین وایي، تیر کال یې هرات کې شپږ ټونه زعفران ټول کړي، خو د اټکل له مخې سږ کال به اته ټونه زعفران راټول کړي. یوشمیر کروندګر بیا شکایت کوي چې له ایران څخه بې کیفیته زعفران افغانستان ته راوړل کیږي او د افغانستان زعفرانو په نوم نورو هېوادونو ته صادریږي چې دې چارې یې د زعفرانو پر بازار منفي اغیزه کړې ده. کروندګر پر دولت غږ کوي چې له بهر څخه هم د افغانستان د زعفرانو د بد نامولو لپاره د بې کیفیته زعفرانو د وارداتو مخه ونیسي. د هرات والي محمد آصف رحیمي هم مني چې د ایران څخه د ټیټ کیفیت زعفران واردیږي خو ټینګار کوي چې پر سرحد يې خپل تدابیر ټینګ کړي دي. رحیمي وايي، د زعفرانو کیفیت د ساتلو لپاره يې لابراتوار جوړ کړی چې ټول شرکتونه باید د دغه لابراتوار تایید له ځان سره ولري. هرات کې د هیواد د نورو ولایتونو په پرتله د زعفرانو د کښت لپاره زمینه برابره ده او د مرکز په ګډون په ډیری ولسوالیو کې په پراخه پیمانه زعفران کرل کیږي. زعفران هرات

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .