هغه څه چې موږ يې په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟

۱۴ قوس , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۴ ق.ظ -

شیرمحمد امیني ستانکزی

افغانان دڅه باندې دڅلویښتو کالونو دهغه څه په لټه کې دي، چې ترنن ورځ يې دموندلودرک يې پیدانه کړل، ځانونه يي ستړي کړل، نارې يې ووهلې او تر دمګړۍ نارې وهي، خو نه  يې چا غږ واوریدل اونه څوک شته چې ددې مظلوم ملت په غم کې واوسي.

هیوادوال د دو لومو په منځ کې بند پاتي شوي، چې که چیرته له یوې لومې خلاصی پیداکړي، نو دویمه لومه دهغوی په پښو نښلي، داهغه لومې دي، چې دواړه سره په تضاد کې واقع شوي، یوه يې داسې ځانګړنه لري، چې کله په هغه کې دسړي پښه بنده پاتې شي، نو دنیکبختي او بریالیتوب سبب ددوی په برخه کیږي اوکه په بله لومه کې سړي ونښت؛ دژوند ټولې نیکبختي او کامیابي له منځه وړي، تل به په ویره کې ځان احساسوي.

دافغان  غیرتي ولس او میشت قومونه په دې ۴۰ کالونو کې  دهغه لومې چې افغانان يې تل ربړولي او ځورولي  دي، ددې لامل  پیدا نشو کړای، چې څنګه له د بدبختې لومې نه خلاصون پیداکړي، څنګه  نور ددې لومې په وړاندې هغه لومه  ته لاره هواره کړي، چې  نور دافغان ولس د خوشحالۍ ژوند يې په نصیب شي، یوبل سره په خلاصه غیږه او دورورګلوي په فضاکې ژوند وکړي.

 دلته دسولې اوجګړې هغه دوه متضادې کلمې یادونه کوو، چې موږ افغان ولس ددغو دو کلیمو سره دومره زیاته اشنايي لرو، چې  هره ګړۍ  پخپله اویا دنورو خلکو له خولې څخه آورو.

په لومړي کې جګړه یاده ؤ، بیا دسولې نارې  وهو، ښه وینو چې  ولس د تباهي  په لور روان دی، څوک نشته چې ددوی  غمخورې شي، دوی ته دحل لارې او چارې ولټوي او د نیکمرغۍ ژوند زموږ د افغانانوپه برخه کړي، خو د افسوس ځای دی، چې نن د بدبختۍ په  لومه کې راګیر شوي یو، دا د هغو غلیمانو او دهیواد دخاورې تباه کوونکي دښمنانو دسیسې او زموږ د وطن  د ویجاړولو د پروژو طراحانو او ډیزاینرانو پلانونه دي، چې  تر نن ورځې  ددغو بې غیرتو او بې ننګو  په  اسارت کې زموږ هیواد بند پاتې دی.

څنګه کولای شو، چې ددغې لوبې څخه چې پرموږ له بهره پلان شوي ، دخلاصون لار ومومو او خپلو اهدافو ته، چې دسولې نارې وهو اود سولې کيلۍ پیداکړو.  ترڅو پخپلو کې یو داسې یووالي رامنځته شي، چې نور بهرني او ګاونډي هیوادونه  پر موږ لوړې چوړې ونکړي اویوبل سره مومات نکړي.

دولت ته لازم ګڼو چې په د ننه د حکومت په نظام کې مفسد او د بهرنیو هیوادونو اجینټان  لیرې کړي، ترڅو د حکومت  منځي رازونه  په ډاګه نشي.

اداري فساد هم  ددې لامل کیږي، چې په هیوادکې نا امنۍ ورځې تربلې زیاتیږي؛  خو که داداري فساد ریښې دهغو  لوړ پوړو چارواکي په فساد ککړ  وي، نو د دولت  ټیټ رتبه وو مامورینوته  هم سرایت کوي، چې هریو بیا دقانون ترسیورې لاندې قانون ماتوونکي وي، پروا دکارهم نه کوي اوهمدارنګه خپلسرې کارونه هم د دوی څخه سر وهي.

 د دولت له نوم نه ناوړه ګټه پورته کوي، چې  کیدای شي همدوی  دسړوکونو په سر  لوټماریو ته هم لاس ورته کړي او بیا په ډلو او بانډ باندې ویشل کیږي، چې وروسته بیا دحکومت زور هم پرنشي برکیدای.

نن ورځ ټول افغانان  دجنګ پرضد نارې کوي، وايې چې ورک دشي جنګونه، مړه  دوي جنګونه اوداسې ورته نورشعارونه ورکوي او دسولې او امنیت غوښتنه له حکومتي چارواکوڅخه کوي.

 خو د دولت سره هم داسې لازم تدابیر نشته چې سوله په هیوادکې ډاډمنه کړي او یا هغه هیوادونه چې په افغانستان کې دجنګ او جګړو لاس لري، غاښ ماتونکی ځواب ورکړي اویا داچې ددوی دلاس وهنو اوجګړو مخه ونیسي.

 دولت هم تش دسولې شورا په نوم  ریاست جوړکړی، نو دسولې ریاست  ته څه اړتیا بریښي ولې دجنګ یو لوی ریاست باید په هیوادکې جوړ واي، ځکه چې دې ریاست دومره کولای شول، چې  دهیوادڅخه د فاع وکړی، دهیواد دخاورې دښمنان پرشاه وتمبوي.  اوس باید دولت  ولس ته دسولې شورا ریاست دسولې راوستو او لاسته راوړنو ارقام په ګوته کړي.

خو یواځې دولت د سولې په راوستو او ټینګولو کې اړ و نه بولو؛ دلته ولس هم باید دولت سره همکار پاتي شي، ولس باید خپلې غوښتنې  دخپل ريښتیني استازې په  ټاکلو کې ترلاسه او داستازي په غوراوي کې له پوهې کار واخلي، تر څو استازی دولس غږ تر لوړ پوړو چارواکو پورې ورسوي.

اوس مهال افغانان سولې پسې  لالهانده ګرځي، ولې دسولې کيلۍ له حکومت څخه ورکه او په لټه کې يې افغان ولس دي .  دافغان ملت  واویلاوې  نن  چاته ورسو،کوم هیواد به نن دافغانانو  د مات شوي  لاس؛ لاسنیوی وکړي، ددریمګړي  په صفت  دافغانستان په اوسني حالاتو د راز پرده  پورته او حقیقت ووايي.

 دهغو هیوادونو مخنیوی وکړي، چې نن د افغانستان په ویجاړولو کې لاس لري اودسولې په لاره کې سترخنډ یې رامنځ ته کړی دی  او کوي يې.

نه؛هیڅکله  به داسې هیوادپیدانشي، چې دافغان مظلوم ولس غږ واوري او په غم کې  سره غمرازي وکړي.ددې لپاره باید افغان میړنی ملت په خپلوکې سره کښیني، دقدرت دلاسته راوړو په فکرکې نه؛ بلکې دهیواد میشته قومونود یوموټي کیدوپلان جوړ او ټول سره په یوګردي میزراټول او دبهرنیو هیوادونودسیسې او پلانونه شنډ کړواو نوربیاهغه وخت  افغانان  دسولې  څښتنان کیږي، چې کلونه ـ کلونه دسولې په لاره کې سترې مبارزې کړي او ځانونه يې قرباني کړي دي.

په هیوادکې دتل پاتې او ډاډمنې سولې په هیله!

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .