هغه کارونه چې د موټر چلولو په وخت کې باید ځان ورڅخه وساتئ

۳۰ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۲۵ ق.ظ -
وس وخت کې ټول خلک له موټر څخه کار اخلي او د موټر مختلف ډولونه پیژني. او دا باید ووایو چې موټر چلولو اوس ډېر عادي دي او حتا اوس ماشومان هم دا کار کولای شي. خو راځئ په دې پوه شو چې کوم کارونه باید د موټر چلولو په وخت کې ونکړو. متاسفانه ډېری خلک ډېر بې احتياطۍ کوي او د موټر چلولو په وخت کې له خوراکي توکو او موبایل څخه کار اخلي، چې دا کارونه ډېر خطرناکه دي او د انسان د مړينې لامل ګرځي. کوم کارونه تاسو باید د موټر چلولو په وخت کې ونه کړئ: لومړی- د موټر چلولو په وخت کې له ځان سره زمزمه مه کوئ ځکه دا کار ستاسو مغز بل خوا ته متوجه کوي او پام مو بل خوا ته اوړي او دا کار د موټر د ټکر لامل ګرځي. دويم- هیڅ وخت په موټر کې له غوږۍ څخه کار مه اخلئ، ځکه تاسو نور غږونه نه اورئ او یا هم ډېر خلکو ته په دې کار سره خوب ورځي او دا کار ستاسو پام بل خوا ته وړي نو ځکه خطرناک دی. درېيم: بل دا چې په موټر کې د موټر وان په څنګ څوکۍ کې مه ويده کيږي ځکه دا کار د موټر وان د پام اړولو لامل ګرځي او هغه ته هم خوب ورځي. څلورم- د موټر چلولو په وخت کې له موبایل څخه کار مه اخلئ دا یونړيوال قانون دي او ټول خلک دا باید رعایت کړيو ځکه چې د مړينې لامل ګرځي. پنځم: په موټر کې هېڅ وخت مطالعه مه کوئ. دا کار ډېر خطرناکه دی ځکه په دې کار سره ستاسو ټوله توجه او فکر کتاب خواته کيږيی. په داسې حال کې چې تاسو باید ټول فکر موټر ته وي. نو کوښښ وکړئ، چې دا کارونه د موټر چلولو په وخت کې تر سره نه کړئ. لیکنه : اې. اِس. شيراني عزم پاڼه n82681848-71900511-660x330

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .