هلمند ادبي بهير ۳۹۷یمه اوونيزه ادبي غونډه!

۱۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۲۳ ب.ظ -

نن د جمعې په ورځ د روان (۱۳۹۶) هجري لمريز کال، د سلواغې د مياشتي په ديارلسمه نېټه د هلمند ادبي بهير ۳۹۷يمه اوونيزه ادبي غونډه تر سره شوه،د غونډي پيل د محمد ابراهيم ذکي لخوا د قرانکريم په سپېڅلو اياتونو د ښکلا رنګ خپل کړ،ورپسې د معمول په څېر غونډه په دريو برخو(وينا،نثر او مشاعرې)ووېشل شول،د وينا په لړ کي د بهير مشر ښاغلي سيد محمد حيرت د غونډي ګډونوالو ته لنډه وينا واورول،حيرت د پيل خبره د مشاعرې پر

20180202_164422

تعين وخت له ملګرو سره د مشورې په موخه شريکه کړه،وروسته پرېکړه د ټولو ملګرو په همغږۍ د مازديګر په څلورو بجو د غونډي د شروع کېدو پر ټاکلي وخت و شول،د ښاغلي حيرت دويمه مهمه خبره د ملګرو په فعال فعاليت راګرځېدل،ده ملګرو ته د لارښووني په ډول وويل: يوازي بهير ته په راتګ بايد اتکاء ونه کړئ،ددې هڅو تر څنګ مهمه ده چي په اداري،رسنيز،مدني او نورو د ويښتيا په ډګرونو کي فعاله ونډه ادا کړئ،ښاغلي حيرت د خپلو خبرو په وروستيو کي د باختر ټلوېژن له ادارې او په خاص ډول د (ادبي بڼ د خپروني )له چلوونکو څخه ځانګړي مننه وکړه چي د بلها مصروفيتونو باوجود يې د بهير سره خپله رسنيزه ملګرتيا جاري ساتلې،د غونډي په دويمه برخه کي د نثر لړۍ پيل شول،چي بهترين نثرونه يې د عرفان همدرد د (بېنوا هيلي) په نوم لنډه کيسه او د محمد جمعه حيران د (بنسټ ډبري)په نوم نثري طنزيه ليکنه وبلل شول،ورپسې په وروستۍ برخه کي ښکلې د زوږ او شوره ډکه مشاعره تر سره شوه،نن هم د ترنم برخه ګرمه او په زړه پوري پاتي شوه،استاد منګل،عبدالبصير نيازي وال،او محمد ولي شکيب د زړونو زخمکونه د ترنم په هنر اندازه تار وترنګول او نننۍ غونډه په دعاکولو سره پاى ته ورسېده،هلمند مېشت د ادب مينه وال کولاى شي د يادي غونډي مشاعره ددوشنبې په شپه پر اته نيمو بجو د باختر ټلوېژن پر سکرين ننداره کړي.

په درنښت او مينه! د هلمند ادبي بهير رسنيزه څانګه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .