هلمند بُست هوايي ډګر کې د یو باب مسجد  د بنسټ ډبره کېښودل شوه 

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۵ ب.ظ -

د هلمند ولايت لښکرګاه کې د بُست هوايي ډګر لپاره د یو باب مسجد شريف د بنسټ ډبره د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان له لوري کېښودل شوه.

دغه مسجد شريف ددې ولايت د یوه سوداګر محمد عيسی له لوري جوړېږي، چې په څنګ کې به ورسره تشنابونه او د اوداسه ځای هم ولري.

45561999_254848165227300_4022887062033137664_n

د بُست هوايي ډګر سرپرست امر وحيدالله ځيرک وويل: له دندې پېلېدو سره يې د بُست هوايي ډګر معياريتوب، ښکلا او نورو اسانتياو لپاره هڅې پېل کړي دي، چې پدې بهير کې دا دی نن د یو تن سوداګر په مالي لګښت د مسجد شريف چارې پېل شوې.

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان ددې مسجد شريف د چارو پېلېدو پر مهال له ملي سوداګر محمد عيسی عمري څخه مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې نور تجاران هم په ورته چارو کې ونډه واخلي.

هلمند والي د هوايي ډګر سرپرست امر له وروستيو هلوځلو او فعاليتونو هم ستاينه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د بُست هوايي ډګر لپاره بايد ټولې اسانتياوې برابرې شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .