هلمند: تېره اونۍ سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۰۴ ب.ظ -

غونډه کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ترڅنګ، د زيانونو په اړه يې د عامه پوهاوي، د روږدو کسانو د درملنې او د قاچاق کوونکو پر مخنيوي هر اخيزې خبرې او تصميمونه ونيول شول.

د امنيه قومنداني د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدير سمونوال محمد ولي غوثي د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې د تېرې دوشنبې په ورځ يې د لومړي او دوهمې امنيتي حوزې سيمو کې عملیات کړي دي، چې په ترڅ کې يې د ۵۰۰ ګرامه تارياکو، ۲۵۰ ګرامه چرسو، ۶۷ ګرامه هيروينو، ۵ لېټره شرابو، ۴ ګرامه شيشې، ۷۸۱۸۰ افغانيو، ۱۶۵۰۰ کالدارو، ۲۲ موبايلونو او يوې مخابرې سربېره څلور تنه نارينه او يوه مشوره ښځينه، چې د کلونو راهيسې يې نشه يي توکي پلورل نيول شوي دي او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

مرستيال والي مجاهدالله صفاري د امنيه قومنداني د نشه يي توکو مديريت د لاسته راوړنو هرکلي ترڅنګ لارښوونه وکړه، چې په ښار کې لاهم د مخدره توکو پلورونکو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي او عاملين يې ونيسي.

36996318_1456603574484968_918890866951585792_n

ښاغلي صفاري په ښار کې د ټولو په نشه روږدو کسانو راټولولو لپاره بايد کمپاين وشي او ټول تر درملنې لاندې ونيول شي، پدې برخه کې يې د عامې روغتيا رياست ته لارښوونه وکړه، چې هڅه وکړي، ترڅو د معتادينو کمپلکس له ۸۰ څخه ۱۵۰ بستريز ته واړوي.

هغه زياته کړه، د روږدو کسانو تر درملنې وروسته بايد د کار، ټولنيزو چارو رياست هغوئ ته د شغل په پېدا کېدو کې رغنده رول ولوبوي، ترڅو په کار بوخت او له دې ناوړه پدېدې څخه لاس په سر شي.

مرستيال والي په محبس کې د نشه يي توکو پېر او پلور او همدارنګه کارېدل يو جدي ګواښ وباله او په دې اړه يې سپارښتنه وکړه، چې اړوند ادارې يې بايد مخه ونيسي.

غونډه کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رياست له لوري د مخدره توکو مخنيوي په اړه يو پرېزنټېشن هم وړاندې شو، چې پکې يې په ياده برخه کې هر اړخيز معلومات او موارد راټول کړي وه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .