هلمند د زابل چلنج کپ سياليو اتلولي خپله کړه

۱۷ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۴۶ ق.ظ -

د زابل چيلنج کپ پايلوبه نن د غزني او هلمند کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چي د پچې په ګټلو سره د غزني ولايت منتخبې لوبډلي په ۱۸ اورونو کي ۱۰۴ منډي جوړي کړې او هلمند منتخبي لوبډلي ته يې ۱۰۵ منډي هدف ورکړ.

ورکړل شوی هدف هلمند لوبډلي د بهائي خان ستانګزي د نيمه سليزي په مټ د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اتلولۍ جام يې پورته کړ.

په سيالۍ کي د هلمند توپ اچوونکو له لوري اسد الله صمدي امان الله خروټي قدرت الله هلمند دوه دوه او جاويد بيا درې لوبغاړي وسوځول، دټورنمينټ د ډيرو منډو جوړونکی لوبغاړی فيصل ښايسته او ډيرو ويکټو ترلاسه کوونکی لوبغاړی اسدالله صمدي ونومول شول.

21370861_1232901463521848_1428450986275430674_n

د زابل ولايت په کوربتوب د هلمند، هرات،کندهار،غزني او زابل کرکټ لوبډلي په دغه ټورنميټ کي و لوبيدې، د هرات کندهار او زابل لوبډلي له وړاندي له دغه ټورنميټ څخه بهر شوې، هلمند د څلورم ځل لپاره د دغه جام اتلولي وګټله.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .