هلمند: نهرسراج کې اته سوه جريبه ځمکه له غاصبينو خلاصه شوه

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۵ ق.ظ -

په نهرسراج ولسوالۍ کې د ښاروالۍ اړوند سيمه کې شاوخوا ۸۰۰ جريبه ځمکه له غاصبينو خلاصه شوه او پرې ولاړ خپلسري ديوالونه ړنګ شول.

د هلمند والي د هدايت له مخې د مرستيال والي مجاهدالله صفاري په مشرۍ د ګډو ادارو يو پلاوی يادې ولسوالۍ ته تللی، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ځمکو پر مسايلو هم څېړنه کوي.

41645111_1526680400810618_4881718562311372800_n

د همدې څېړنو پر بنسټ د نهرسراج ښاروالۍ اړوند ساحه کې شاوخوا ۸۰۰ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له غصب خلاصه شوه او ورباندې ولاړې کلاوې او ديوالونه يې ړنګ شول.

په ياده ولسوالۍ کې به دغصب ضد مبارزه لا هم دوام لري او ټولې هغه دولتي ځمکې به تر تشخيص او تفکيک وروسته له غصب خلاصې شي، چې د بېلابېلو کسانو له لوري په خپلسري توګه نېول شوې وي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .