هلمند: يو شمېر دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۵۹ ب.ظ -

د هلمند ولايت رسنيز دفتر څخه خپرهخپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي برید کې د دولت د مخالفینو يو تن قوماندان (وفا) په ګډون (۶) تنه وژل شوي.

خبرپاڼه ليکي، (۴) د مخالفینو مرکزونه، (۲) پټنځایونه او یوه عراده ډاډسن موټر يې له منځه تللی. همدارنګه د کشفي راپورونو له مخې د وژل شويو کسانو په ډله کې د (وارث) په نوم د مخالفیونو يو مشهور غړی هم وژل شوی.

29133606_1358566160955377_7552899620095918080_n

د دې ترڅنګ افغان هوايي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې پر وسله والو مخالفینو بمبارد کړی چې په ترڅ کې يې (۴) تنه وسله وال وژلي، (۲) تنه يې ټپیان او يو شمير موټرسایکلونه يې له منځه تللي. وژل شوي کسان د قوماندان هارون او مولوي هيواد ډلې پورې مربوط نږدې ملګري و.

ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو په مارجه کې د لویو لارو د چک او کنټرول پرمهال (۴۵) کړۍ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

وسله والو مخالفينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .