هلمند: په پوهنتون کې ادبي بهیر پرانیستل شو

۱ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۴۳ ب.ظ -

هلمند والي حيات الله حيات تېر ماښام د هلمند پوهنتون د ادبي بهير پرانېسغونډې ته د وينا پر مهال ډاډ يې څرګند کړ، چې ولايتي اداره به د ټولو ادبي او فرهنګي خوځښتونو ملاتړ کوي. پدې غونډه کې د هلمند پوهنتون ريس محمد سورګل عبدالرحمن وويل: له ډېره وخته يې هڅې روانې کړې، چې په ياد پوهنتون کې ادبي بهير پرانېزي ترڅو محصلين د خپلو ادبي او فرهنګي پنځونو پياوړتيا لپاره کار وکړي. هلمند والي حيات الله حيات ادبي بهيرونه د ليکوالانو او شاعرانو لپاهر د فکر او تخيل پياوړتيا لپاره ښه وسيله وبلله او وې ويل، چې دغه برخه بايد دوام پېدا کړي. د اطلاعات او کلتور ريس هم ددې بهير په پرانېستې خوښي وښوده او د دوامداره همکاريو ډاډ يې ورکړ. تر وينا وروسته د پټۍ په پريکولو سره د هلمند پوهنتون ادبي بهير پرانېستل شو او ورپسې مشاعره را پېل شوه، چې پکې د سولې، هيوادنۍ مينې او نور شعرونه ولوستل شول.

hh

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .