هلمند پوهنتون کې د ليليې او خوړنځای ودانيو بنسټ ډبرې کېښودل شوې 

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۴۱ ق.ظ -

هلمند پوهنتون کې د ښځينوو لپاره د معياري ليليې او خوړنځای ودانيو ساختماني چارې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پېل شوې.

په دې پرانېستنه کې، چې د پوهنتون لپاره پر نوې ځمکه نيول شوي وه، هلمند والي حيات الله حيات، د پوهنتون رهبري، استادانو او محصلينو ګډون درلود.

د دواړو ودانيو پرانيسته د هلمند والي حيات الله حيات له لوري د پټۍ په پرېکولو او د بنسټ ډبرې په ايښودلو سره پېل شوه.

د هلمند پوهنتون مرستيال وويل: دغه ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت په بوديجه جوړېږي او شاوخوا ۱۸ مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هلمند والي حيات الله حيات په خپلو خبرو کې وويل: د پوهنتون لپاره د ودانيو جوړولو په لړ کې دا ځل د انجونو لپاره د ليليې او خوړنځای پروژې نن رسما پرانېستل کېږي، چې دواړه ودانۍ په شاوخوا ۳۹ ميليونه افغانيو لګښت سره جوړيږي.

21731615_1235560653255929_4685814405566610939_o

ښاغلي حيات قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې دغه دواړې ودانۍ د قرارداد له مخې په پوره معيار او کيفيت سره جوړې کړي، هغه اړوند ادارو ته هم لارښوونه وکړه، چې له دې چاور وخت پر وخت څارنه وکړي.

نوموړي وويل: هلې ځلې روانې دي چې، هلمند پوهنتون لپاره د نورو ودانيو جوړولو په موخه په روان او راتلونکي کلونو کې بوديجه پېدا او له مخې يې ددې علمي مرکز د ودانيو اړيتاوې پوره کړي.

هلمند والي په لښکرګاه ښار کې د پوهنتون د ۷۵ جريبه ځمکې په هکله د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل: ياده ځمکه د وزيرانو شورا پرېکړې له مخې پوهنتون ته ځانګړې شوې او ولايتي ادارې هم څو مياشتې وړاندې هلمند پوهنتون ته په واک کې ورکړې ده، چې له دې جملې يواځې پر شاوخوا ۲۳ جريبه ځمکې باندې استناف محکمه کې د اشخاصو او حکومت ترمنځ دعوه جريان لري، که اشخاص يې وګټي هم به د پوهنتون ملکيت وي او شخصي خلګو ته به يې حکومت بل بديل ورکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .