هلمند: پوځي عملیاتو وسله وال او ملکیان وژلي

۲۰ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۸ ب.ظ -

د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ د ساروان کلا اړوند پوزه سيمه کې د ملي امنيت ۰۳ قطعې ځواکونو ځانګړي عمليات ترسره کړې دي، چې پر مهال يې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نورو ژوندي نيول کېدو سربېره، د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر چاوديدونکي توکي، وسلې، مهمات او وسایط نېول او له منځه وړل شوي دي. د هلمند ولایت رسنیز دفتر ویلي، وسله والو طالبانو د ملکي وګړو د يوه کور په حجره کې يې ځای نيولی وو، چې پر امنيتي ځواکونو سخت بريدونه او د سپکو او درنو وسلو انداختونه کول، چې د هوايي ځواکونو له لوري پرې بريد ترسره شو. سرچینه وایي د کشفي او ولسي منابعو د راپورونو پر بنسټ د همدې نښتې پر مهال شپږ تنه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې څلور تنه په شهادت رسېدلي او دوه تنه زخميان شوي دي، خو تراوسه څرګنده نده، چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله څه ډول اوښتې ده. ولایت مقام وایي پدې اړه به يو پلاوی وګومارل شي، ترڅو د پېښې څرنګوالی معلوم کړي. ځینو رسنیو ویلي، چې تر لسو زیات ملکیان په دې پېښه کې شهیدان دي، خو ولایت مقام وایي د ملکي وګړو د تلفاتوهغه ارقام چې په اړه يې رسنيو کې راپورنه او ادعاوې کېږي، پدې توګه حقيقت نه لري.

۴۰ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed