همدرد: ولسوالان دې د ښې حکومتولۍ له مخې د ولسونو باور خپل کړي

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۳۶ ق.ظ -

په مالي او اداري چارو کې د هلمند ولايت مرستيال سردارمحمد همدرد له نېږدې ټولو ولسوالانو سره ناسته کې د سيمه يیزو حکومتوليو پر ښه توب ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې ولسوالان دې د ولسونو باور ترلاسه کړي.

ښاغلي همدرد سپارښتنه وکړه، چې د ټولو ولسواليو ولسوالان دې له خپلو اړوند ملکي او نظامي مسُولينو سره د ښې همږغۍ له مخې چارې پر مخ بوځي، ترڅو حکومتولي پياوړې او د خلکو د قناعت وړ وګرځي.

هغه وويل: د هلمند لويه برخه ولسونه ولسواليو کې دي، نو اړينه ده، چې هغوئ ته د امنيت، ښې حکومتولۍ، پرمختيايي پروژو او ګڼو نورو برخو کې پر نظارت کولو سربېره لازمې اسانتياوې برابرې شۍ.

21731718_1236208856524442_6912721645961833302_o

په دې ناسته کې د بېلابېلو ولسواليو ولسوالانو هم مرستيال والي سره خپل يو شمېر وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې، چې د نوموړي له لوري ورسره د لازمو همکاريو او د ستونزو حل په موخه ډاډ څرګند شو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .