هند:د ککړچاپېریال له کبله ګڼ تعلیمي مرکزونه رخصت شول

۱۷ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۶ ب.ظ -

د هند حکومت د ککړ چاپېریال له کبله د پلازمېنې نوې ډیلۍ تعلیمي مرکزونو ته ۳ ورځې رخصت اعلان کړی .

د هند حکومت ویلي، چې د چاپېریال وضعیت دومره ککړ او د اندیښنې وړ دی، چې ګڼو خلکو ته یې د روغتیایي ستونزو د رامنځته کولو ګواښ رامنځته کړی .

ویل شوي، چې د رخصتۍ د اعلان ترڅنګ د چاپېریال ساتنې ادارې دعامه پوهاوي او نورو تدابیرو بندوبست هم کړی دی .

هند د نړۍ د ډېر ککړچاپېریال له لرونکو هېوادونو څخه دی او هرکال له دې کبله پکې ډېرخلک خپل ژوند له لاسه ورکوي .

ch

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .