هندوستان یوې احساساتي لوبې کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

۱۷ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۷ ق.ظ -

10

د هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځه د دریو شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. نیوزیلینډ دغه لوبه په شپږو منډو وبایلله.

لوبه د باران له امله پر ټاکلې وخت پیل نه شوه او اوږدې مودې لپاره وځنډول شوه. له باران وروسته لوبڅارانو دغې لوبې کې د اورونو شمېر ۸ اوره وټاکله.

د لوبې پچه نیوزیلینډ وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو اتو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د توپ وهونکو کمزورې توپ وهنې په پایله کې یوازې ۶۷ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره پانډې په ۱۱ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۷ او هاردېک پانډیا په ۱۰ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

نیوزیلینډ لپاره ساودي او سودي دوه دوه او بولټ یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ هم چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې او ټاکل شوو اتو اورونو کې يي خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۶۱ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره گرانډوم په ۱۰ توپونو د دوو شپږیزو په مرسته ۱۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیات منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

هندوستان لپاره بومراه ۲ او کومار او یادف یوه یوه وېکېټه واخیسته.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .