هندى لوبډلمشر کوهلي د افغانستان پر وړاندې ټسټ لوبه کې ګډون نه کوي

۴ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۳۲ ب.ظ -

ټاکل شوې ده چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبـډلې مشر ويرات کوهلي د افغانستان پر وړاندې په يواځينۍ ټسټ لوبه کې ګډون ونه کړي.

د کرکټ نړيوالې شورا چې تېر کال يې افغانستان ته بشپړ غړيتوب ورکړى و، لومړۍ ټسټ لوبه (پنځه ورځنۍ) به يې د روان زېږديزکال د جون په مياشت کې په هند کې ترسره شي.

هندي رسنيو د وري په ٤مه، خبر ورکړى چې ويرات کوهلي غواړي سږکال په اوړي کې د انګلستان په کلبونو کې ولوبېږي.

د هندوستان دکرکټ ادارې يوې سرچينې رسنيو ته ويلي،دا چې کوهلي تر دې مخکې د انګلستان پر وړاندې سياليو کې ښه نه دى ځلېدلى، غواړي چې دا ځل دغه هېواد د لوبډلې پر وړاندې راتلونکو سياليو لپاره ښه چمتووالى نيسي.

سرچينې زياته کړې چې کوهلي د انګلستان ديو شمېر کلبونو له مسوولينو سره پر خبرو اترو بوخت دى، څو کومې پايلې ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، د انګلستان له کلبونو سره دا لوبې به د روان زېږديز کال د جون له نهمې نېټې څخه تر ٢٨ مې نېټې پورې دوام لري،دا په داسې حال کې ده چې د جون مياشتې په ١٤مه، نېټه د افغانستان او هندوستان لومړۍ ټسټ لوبه هم په بنګلور ښار کې تنظيم شوې ده.

ورات کهولی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .