هند:۳ تنه د طب پرمحصلې د تېري او وژنې په تور یې اعدامیږي

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۳۷ ق.ظ -

د هند سترې محکمې د طب پر یوې ۲۳ کلنې محصلې د جنسي تېري او بیا یې د وژنې په تور ۳ تنو ته د اعدام حکم وکړ .

دغه حکم په ۲۰۱۲ کې د نوې ډیلۍ محکمې کړی و، چې سترې محکمې هم تایید کړ .

یادې پېښې په هند کې توند ولسي غبرګونونه پارولي وو او معترضینو یې عاملینو ته د اعدام غوښتنه کړې وه .

هند له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ښځینه حقونو د پراخ مدافعت ترڅنګ بیا هم پکې د جنسي تېري پېښې په نړیواله کچه لوړ مقام لري .

د ټولنیزو فعالانو په وینا یوازې په ۲۰۱۶ کې دغه هېواد د جنسي تېري د څلور زره پېښو شاهد و، چې دغه ارقام د ۲۰۱۲ په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي .

ویل شوي، چې ۱۲۳ زره د جنسي تېري ورته نورې قضیې هم په محکمو کې د حکم په تمه دي .  
hr

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .