هند سره د لوبو لپاره افغان کرېکټ لوبډله د بنګلور ښار ته ورسېده

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۶ ق.ظ -

د افغانستان او هندوستان کرېکټ لوبډلې تاريخي ټسټ لوبه کوي چې افغان لوبډله د چمتووالي په موخه د هند د بنګلور ښار ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ لومړنۍ ټسټ لوبه د روانې جون مېاشتې له ۱۴مې یعنې راتلونکي پنجشنبې ورځې څخه تر ۱۸ نېټې په ایم چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.‌‌

_94671747_gettyimages-610889124

له دې وړاندې افغان لوبغاړي د تېرې نېږدې دوو میاشتو راهیسې په هندوستان کې په تمریناتو بوخت و تر څو د بنګله دېش پر وړاندې شل اوریزو سیالیو او د هندوستان پر وړاندې تاریخي ټیسټ لوبې ته ښه چمتووالی ونیسي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .