هند سریلانکا وایټ واش کړه

۱۶ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۹ ق.ظ -

۱۷

هند سریلانکا وایټ واش کړه هندوستان لوبډلي سریلانکا ته په ټیسټ لوبو کي 3 پر 0 په پنځوس اوریزه لوبو کي 5 پر 0 او په شل اوریزه لوبه کي 1 پر 0 ماته ورکړه. په وروستۍ شل اوریزه لوبه کي سریلانکا په ټاکلو شلو اورونو کي د 7 لوبغاړو په سوځیدو 171 هدف وټاکه. هندوستان خپل اپنران ژر له لاسه ورکړل خو کپټان ویرات کوهلی او مینیش فانډیا ښکلې لوبه وکړه چي له ډلي يې ویرات کوهلي په 54 بالو 82 منډې وکړې او فانډیا په 36 بالو 51 ناسوځیدلي منډي وکړې. هندوستان یاد هدف د 3 لوبغاړو په سوځیدو په 19 اور کي پوره کړ او سریلانکا ته یې په 7 ویکیټو ستره ماته ورکړه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .