هند له افغانستان سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

۲۰ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۰۶ ب.ظ -
  هندوستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو ترڅنګ د نورو پوځي مرستو  کولو اعلان وکړ. دغه اعلان د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج د وږي په ٢٠مه، په نوي ډيلي کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره په يوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړ. تر دې کنفرانس مخکې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د عملي کولو د کمېسيون غونډه هم وشوه، چې په کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر  مشرۍ پلاوو برخه اخيستې وه.  
  د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده غونډه کې د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا خبرې اترې وشوې.  
  سرچينې زياته کړې، صلاح الدين رباني د دغه کمېسيون ګډونوالو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات هم ورکړل. د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج ياد خبري کنفرانس ته وويل، هېواد يې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي. هغې زياته کړه، افغانستان او هندوستان په خپل ګاونډي هېواد کې د ترهګرو د خوندي ځالو او له پولې پورې غاړې د بريدونو له ننګونو سره مخ دي. نوموړي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ترڅنګ د نورو پوځي مرستو کولو اعلان هم وکړ.
  د  افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل،  د ستراتيژيک کمېسيون په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه به په امنيتي برخه کې همکارۍ زياتوي.    
هغه زياته کړه : (( په دې غونډه کې هندوستان ژمنه وکړه چې د افغانستان ملي امنيتي دفاعي ځواکونو سره پوځي مرستې زياتوي.))   رباني وويل، له هندوستان سره د افغانستان نږدې اړيکې د بل کوم هېواد پر ضد نه دي، که څه هم هغه د کوم هېواد نوم وانخيست، خو هدف يې پاکستان و.
هند له افغانستان سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

هند له افغانستان سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

نوموړي وويل، افغانستان او هندوستان دواړه  د ترهګرۍ او سخت دريځۍ ښکار دي او پر ضد يې بايد په ګډه جدي مبارزه وشي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .