هند: ۵۰۰ میلونه خلک د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي

۱۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۵۰ ب.ظ -

د هند ټایمز او اینډیا ورځپاڼې په دغه هېواد کې د طبیعي پېښو له ګواښ سره د ۵۰۰ میلونه خلکو د مخامخ والي خبر ورکړی .

د سرچینې په حواله له تېرې لسیزې راهیسې دا ګواښونه په چنای، نوې ډېلۍ او ممبیي ښارونو کې زیات شوي .

ویل شوي په دې ګواښونو کې تر ټولو مهم یې توپان، سېلابونه او وچکالي ده .

د راپورله مخې یوازې ۱۱۰ لویې طبیعي پېښې له تېرو لسو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې رامنځته شوي .

د سرچینې په حواله په تېره پېړۍ کې دغو ګواښونو د هند یو میلیون خلک ګواښل خو اوس ۵۹۶ میلیونه خلک، چې د هند نېمایي نفوس جوړوي، ورسره ګواښل کیږي .

he

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .