والي: هلمند کې د روغتيايي مرکزونو خدمات معياري نه دي

۳۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۵۳ ب.ظ -

هلمند والي د روغتيايي بنسټونو او مرستندویه موسساتو د پرېمانه مرستو ترڅنګ لا هم په هلمند کي روغتیايي خدمات معیاري نه دي او خلک شکایت ترې کوي.

هغه وویل: د عامي روغتیا ریاست او ټول روغتیايي مرستندویه موسسات دي خپلي چاري همږغي کړي او د کلیو څخه نیولي د ولسوالۍ تر مرکز او بیا تر لښکرګاه پوري دي ټول کلینیکونه په ښه ډول خدمات وړاندي کړي.

ښاغلي ياسين خان زياته کړه، په اوس وختونو کي پر بُست روغتون د ناروغانو ډېروالی داښيي چي په نورو کلینیکونو کي خدمات په ښه ډول نه دي وړاندي شوي او خلګ اړ دي چي د عادي ناروغۍ لپاره هم لښکرګاه ته راشي.

37583684_204957996882984_5460057108676345856_n

د غونډي پرمهال ګډونوالو هم خپل نظرونه وړاندي کړل او د خپلو کارونو په اړه يې هلمند والي ته مالومات ورکړل.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په یاده غونډه کي د هلمند اقتصاد رئس ته دنده ورکړه چي د ټولو روغتیايي مرستندویه موسساتو کاري ساحې او فعالیتونه تعقیب او په اړه يې یو واضح راپور ولایت مقام ته وړاندي کړي، ترڅو په اساسي ډول په هلمند کي روغتیايي خدماتو وړاندي کولو ته زمینه برابره شي.

هلمند والي د روغتیا په برخه کي د ټولو مرستندویه موسساتو مسولینو ته هم دنده ورکړه چي د خپلو فعالیتونو په اړه راپور چمتو او ولایت مقام ته يې وړاندي کړي. هغه ستونزي چي ددوی پروړاندي پرتې وي او د روغتیايي خدماتو په رسولو کي يې خنډ وي په نښه کړي ترڅو ولایتي اداره ورسره ګډ کار وکړي او ستونزي يې حل شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .