ورزشي خبريالان : ورزشي ادارې ورسره د مور او ميرې چلند کوي

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۶ ب.ظ -

 هلمند کي ورزشي خبريالانو د جنوب غرب حوزې په نمايندګۍ مطبوعاتي کنفرانس ورکړ،او ورزشي ادارې يې د مور او ميرې په چلند تورني کړلې.

ورزشي خبريالان وايي ورزشي ادارې هرکله ددې پرځای چي د لوبو او يا ورزشي پروګرامونو په اړه ورزشي خبريالانو ته مالومات ورکړي،پرځای يې د غيري مسلکي کسانو له لوري خبرونو خپريږي.

دوی همدارنګه د کرکيټ بورډ اداره په دې تورنه کړل چي د ورزشي خبريالانو پرځای غيرمسلکي ياهم د نورو برخو خبريالانو ته امتيازونه ورکوي،چي يومثال يې د افغانستان غوره ليګ پايلوبي لپاره د غيري مسلکي اشخاصو استول وو،په داسي حال کي چي جنوب غرب حوزه کي په لسګونو ورزشي خبريالان سته خو کرکيټ بورډ يې پر ځای داسي کسان ليږلي وه چي د ورزش سره هيڅ تړاو نلري او نه هم په کرکيټ پوهيږي.

45470951_318492745597482_5276331765101756416_n

په جنوب لويديځه حوزه کي د ورزشي خبريالانو مشر سميع الله سيرت د ورزشي ادارو دغيري مسلکي کړنو څخه يادونه وکړل ،او ويې ويل چي اوسمهال د هيواد په ګوټ ګوټ کي د ورزش په برخه کي داسي خبريالان سته چي په نړيواله سطحه يې ټرينينګونه اخيستي او يا هم دهيواد په سطحه روزل سوي خو ورزشي ادارې يې په اهميت نه پوهيږي.

سيرت وويل چي په جنوب لويديځه حوزه کي د ورزش دبرخو مسؤلينو ته د خپلو فيدراسيونونو نومونه لاهم ندي مالوم،خدمت خويې لا پر لويه لار پريږده.

په هلمند کي د دوچولې المان ږغ راديو خبريال مجتبی محمدي د ورزش دنورو ستونزو تر څنګ په هلمند کي د جوړيدونکي کرکيټ لوبغالي په اړه وويل چي په وارو وارو مو د جنوب لويديځي حوزې او د هلمند د کرکيټ مسول څخه ددې لوبغالي د بې کيفيتۍ او غيرمعياريتوب په اړه پوښتنه کړې خو ددوی له لوري لا تر اوسه هم مثبت ځواب ندی راکړل سوی،پداسي حال کي چي د کرکيټ بورډ وياند فريد هوتک څو مياشتي مخکي ويلي وه چي موږ به په دې اړه ډير ژر مالومات درکړو.

ورزشي خبريال خپلواک دريځ ورزشي ادارې پر بې کيفيتۍ تورني کړلې او ويې ويل چي دوی هرکله د ورزشي ادارو څخه مالومات غوښتي خو پر وخت يې ځواب ندی ورکړی.

دريځ وويل څو ورځي مخکي د هلمند دفوټبال د فيدراسيون له لوري رسمي ټورنمينټ په لاره اچول سوی وو خو هيڅ يو ورزشي خبريال ته د افتتاح دمراسمو لپاره خبر نه وو ورکول سوی.

ده همدارنګه وويل چي تيره ورځ هلمند کي د هارډ بال رسمي ټورنمينټ افتتاح ته هم هيڅ ورزشي خبريال نه وو ورغوښتل سوی پداسي حال کي چي دا ټورنمينټ تر۷ مياشتني ځنډ وروسته پيل سو.

يوازي جنوب غرب حوزه نده چي خبريالان د ورزشي ادارو څخه شکايت کوي،په مرکز کابل او نورو اکثرو ولايتونو کي هم خبريالان، ورزشي ادارې پر بې کيفايتۍ تورنوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .