په جنوبي کوریا کې د المپیک د ژمنیو سیالیو په مراسمو کې د شمالي کوریا د رهبر خور ګډون کړی او د جنوبي کوریا د ولسمشر څنګ ته لیدل شوې .
د کیم جونګ اون خور کیم یوجونګ د ورور لخوا د خپل ګاونډي دښمن هېواد ته لیږل شوې .
نوموړې د جنوبي کوریا له ولسمشر سره څنګ په څنګ ناسته ده او د موسیقۍ او ورزش له نندارې څخه خوند اخلي .
شمالي او جنوبي کوریا له خپلمنځي جګړې څخه وروسته په لومړي ځل دومره نیږدې شوي .
(0)