وروستیو هڅو سولې ته هېلې زیاتې کړي

۱۷ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۴ ق.ظ -
د افغانستان سولې په برخه کې تېر ورک او مبهم مزل اوس دا ښکاري چې د خپل اصلي مسیر په موندلو کې دی. د سولې په برخه کې تېرې هڅې نه یوازې چې له نیوکو سره مخ وې بلکې دوام یې د ستونزو زیږدنه بلل کېده. اوس د افغانستان سولې نوي اړخونه موندلي چې امریکا یې یو اړخ بلل کیږي، هغه هېواد چې د افغانستان سوله ورسره تړلې بلل کیږي. امریکا د افغانستان سولې لپاره خپل استازی زلمی خلیزاد ټاکلی چې دغه ګمارنه د ټولو اړخونو له هرکلي سره مخ ښکاري.    
پخوانی طالب مشر اکبر اغا ، شنونکی سید رحیم ستار او د ملي شورا غړې سیمین بارکزۍ وايي، د سولې په برخه کې تازه پیل شوې هڅې ممکن په مثبت لورې منتج شي.
    د زلمي خلیزاد له ټاکل کېدو سره انګېرنه دا ده چې د افغان سولې روانې پروسې اوس ډيپلوماټیک رنګ اخیستی او مشروط پر دې سولې دغه خبرې بریالي ستیج ته رسیدلي چې ټول اړخونه صداقت ولري. زلمی خلیزاد هغه کس یادیږي چې له افغانانو پوره مطالعه لري او دغه راز د سیمې هېوادونه هم ورته بربنډ دي چې د کومو اهدافو لپاره یې په افغانستان کې ستونزې جوړې کړې دي. ښاغلی خلیزاد د افغان سولې د ټینګښت لپاره خپل لومړنی سفر له افغانستان پيل کړ چې تر څو ورځو پاتې کېدو وروسته به هغو هېوادونو ته ولاړ شي چې د افغانستان په موضوع کې دخیل بلل کیږي. SOL-CO

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .