وروستی څاڅکی

۲۱ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۱۰ ق.ظ -

لیکنه: قدیر اعوان ژباړه: احمدشاه پاڅون

37054954_2193620104257157_4082765589108490240_n

عادت مي دادی، چي ماخستن تر خوب وړاندي لمبېږم، ځکه د ټولي ورځي د ځغاستي او ستړیا وروسته په یخو اوبو غسل کول ارام خوب ته لاره هواروي. نن شپه مي هم، ستل تر نلکۍ لاندي کښېښود او راغلم پر بستر و غځېدم، فکر مي وکړ تر هغو، چي ستل ډکیږي، فیسبوک و ګورم. مبایل مي راپورته کړ، بیټرۍ کي یې لس فیصده چارج پاته و. یو ګړی تر فیسبوک کتلو وروسته زما سترګي درنې سوې، کله مي مبایل له لاسه لوېدلی، هیڅ نه یم پوه سوی او زه د خوب په دنیا کي ورک سوی سوم. هیر مي کړه، چي مبایل چارج ته کښېږدم او یا له ستل څخه اوبه بندي کړم. سهار چي مي سترګي خلاصي کړې، چاپېریال کي نادر بدلون راغلی وو. داسي ایسیده، لکه نړۍ چي د چپتیا روژه نیولې وي. په دې ورځ نه د چرګانو اذانونه وه او نه هم زما د اطاق په کړکۍ کي مرغانو ریزونه کول. د چاپېریال ددې خاموشۍ په راز پوهیدلو لپاره له بسترې راووتم، له تندي مي ستونی وچ وچ کیدی. و مي غوښتل د یخچال څخه د اوبو یخ بوتل راواخلم، چي د فریج ور مي پرانیست هلته یو غړپ اوبه هم نه وې. په برنډه کي پراته واټر کولر ته ور وران سوم، هغه هم خالي پروت وو. منګیان هم خالي وه. ناچاره سوم د ټانکۍ نلکۍ مي و پېچل، په ډير تکلیف یو څاڅکی اوبه را توی سوې او په دې ډول ټانکي خپله مایوسي ښکاره کړه. مطلب هر هغه شی مي سره و ښوروی، چي د اوبو د موجودیت هیله ترې کېده، مګر هره خوا اوبه غیبي سوې. له کوره بهر راووتم، نادر حالت مي و لیدی، ویالې وچي پرتې وې، زراعتي مځکي داسي وچي او بې حاصله وې، لکه په کلونو چي یې هیڅ کښت نه وي شین کړی. د خان ماما پر باوړۍ مي د خلکو ګڼه ګوڼه ولیده، هلته ورغلم، خلکو بوتلونه او بیلابیل د اوبو لوښو سره د باوړۍ د چالانېدو انتظار کوی. زه هم په قطار کي و درېدم. شېبه وروسته خان ماما د جنریټر له کیلۍ سره راووتی او جنراټور یې چالانده کړ، پر مایوسه څهرو د هیلو یوه پرده و غوړېده. څه ګړیه جنراټور و چلیدی او نادر ږغونه ترې راوتل، داسي، لکه د مځکي څخه چي اوبه را کشوي، مګر د باوړۍ د پایپ څخه له هوا پرته بل هیڅ را ونه وتل. غوړېدلي څهرې بیرته مړاوي سوې. ما، خان ماما ته په سوالیه نظر و کتل، هغه په تاسف د نفي په ډول سر راته و ښوروی. را غونډ کسان سره و پاشل سوه، زه هم را روان سوم او بازار ته راغلم. بازار کي هم د توقع خلاف ګڼه ګوڼه کمه وه. په دې وخت کي مي یو نادره صحنه ولیده. یو ماشوم، چي د اوبو بوتل یې لاس کي و، یوه دکان ته ننوتی. دکاندار سترګي رډي راووتي او د هلک له لاسه یې د اوبو نیم ډک بوتل واخیست او د میز په جابه کي یې قلف کړ. وروسته هلک له دکانه د خوراک وړ خورا ډیر توکي را ټول کړه او پرته له دې، چي دکاندار ته پیسې ورکړي له دکانه ووتی. د څنګ دکاندار دې صحنې ته د رخي په سترګو کتل. په دې وخت کي یو اوږ موټر بازار ته داخل سو، د موټر د مخ له سیټ څخه یو کس، چي سور کاټن جامې یې په تن وې را کښته سو، چي له څېرې مشر او امر ښکاریدی، د شا له سیټ څخه یو تن، چي ټوپک هم ورسره وو را کښته سو. دې سړي د موټر ډکۍ پورته کړه له اوبو دوه ډک بوتلونه یې را واخستل او یو دکان ته ننوتل. د اوبو په بدل کي یې بیلابیل توکي رانیول موټر کي یې واچول او ولاړه. په دې وخت کي، څو سوالګر دکان ته داخل سوه او د خدای په نوم یې له دکانداره خیر و غوښت. دکاندار د خوراک شیان هغوی ته ورکړه، مګر هغوی بیاهم په امید ولاړ وه، اخر دکاندار؛ سره له دې، چي خوښه یې نه وه، یو بوتل یې خلاص کړ او دوه غړپه اوبه یې د سوالګرو په کچکول کي واچولې، د سوالګرو سترګي و ځلېدې په ولاړه ولاړه یې اوبه تر ستوني کښته کړې، دکاندار ته یې دعاوي وکړې او رهي سوه. لږه شېبه وروسته پر یو موتر سایکل دوه مخ پټي کسان راغله، لاسونو کي یې وسلې وې. د دکانونو دروازې را کښته سوې. هغه دکاندار، چي اوس اوس یې د اوبو په بدل کي یو موټر والا ته سودا ورکړې وه، دروازې په را کښته کولو بوخت و، غلو د دکاندار پر سر توفنګچه ور ونیول، د دکاندار رنګ ولاړی، غلو دواړه بوتلونه را واخستل پر موتر سایکل کښېنستل او ولاړه. یو څو قدمه وړاندي مسجد وو، چي هلته د استثقا لمونځ روان و. ټولو اسمان ته کتل، مګر د لمر له تیزو وړانګو پرته هیڅ نه لیدل کیده. ماشومان، ځوانان او زاړه کسان د ونو تر سیوریو لاندي ناسته وه. لږ وړاندي سبزي مارکیټ وو. هلته ورغلم، نادر حالت مي ولیدی، هلته سبزيجات نه پلورل کیده، البته د اوبو د کوچنیو کوچنیو بوتلونو پر سر داو لګېدلی و. خلک پر را مات وه، د طلا او سپینو زرو په بدل کي یې د اوبو کوچني کوچني بوتلونه تر لاسه کول. چي چا به بولۍ و ګټل، له خوښۍ به باغ باغ سو او خپله برخه اوبه به یې ور واخستې. زما حلق وچ سوی وو او له تندي مي پښې را پسي کشېدلې، مګر دا اوبه را نیول زما د وس خبره نه وه، ځکه ما کوم جواهرات نه لرل. په مایوسه زړه زه د کور پر لور را رهي سوم. پر لاره مي یو بل عجیبه حالت ولیدی. یو هلک پر مځکه پروت و او د مرګ سلګۍ یې وهلې، له خولې یې د اوبه اوبه نارې پورته کېدې. د هلک سر د هغه د پلار په غیږ کي پروت و، د هلک پلار د اوبو لپاره لوښی دخلکو مخته وړاندي وروسته کوی. خلک وه، چي داسي ورڅخه تېریده، لکه پر غوږونو او سترګو چي یې پردې غوړېدلي وي. وروسته د هلک سر یو خواته کوږ سو، ښکاریده، چي هلک بس یوازي د یو څو دقیقو د ژوند مېلمه دی، پلار یې په زوره چغي وهلې، دې وخت کي یو کس په منډه راغی، سړی یو نادر کار وکړ، د هلک پلار سترګي پټي کړې او راغلي سړي د هلک ژوند و ژغوره. هغه سړي، په بوتل کي بولي وکړې او د هلک شونډو ته یې و نیولې، شېبې وروسته هلک پر هوښ سو. دې حالت په لیدو مي زړه تر خوله راغی او له هغه ځایه مي د کور په لور منډه کړه. کور ته لا داخل سوی نه وم، چي د موټر په سویچ بورډ کي مي د اوبو یو بوتل را په یاد سو، چي پرون مي نیم څښلي او نور هلته غورځولی و. په جاروتو قدمو د موټر لور ته ورغلم، د موټر ور مي پرانیست او په تلوسه مي بوتل ته لاس اوږ کړ، مګر دا څه ونیم؟؟؟ بوتل په هوا سو او زما و مخ ته یې نڅا پیل کړه، داسي لکه بوتل، چي په ما رشخند وهي. ما یو ځل بیا د بوتل د نیولو ناکامه هڅه وکړه، مګر بوتل هلته دلته غورځیدی او لاس ته مي نه راتلی، چي زه ښه ستړی سوم او پریوتم، بوتل ماته نږدې راغی، چي په یوه حمله مي را ګیر کړ، هغه اوس زما په لاس کي وو، سر مي ور خلاص کړ، چي بوتل مي خولې ته سیده کړ، یو دم بوتل زور کړه او ټولي اوبه پر مځکه توی سوې، بوتل بیا هم زما په لاس کي و او یوازي یو څو څاڅکي اوبه پکي پاته وې. ما بوتل ټینګ ونیوی او تر اخیري څاڅکي پوري مي ټولي اوبه و څښلې. خپلې کوتې ته ولاړم او مردار مخ پر بستر و غځېدم، هیڅ نه یم پوه سوی، چي کله خوب تندي ته ماته ورکړې وه، چي سترګي مي پرانستې هر څه پر خپل حال وه. د تشناب تر نلکۍ لاندي ستل له کومه را هیسي ډک سوی وو، له نلکۍ اوبه راوتلې او پر مځکه تویدلې. زه په بد مخ را پورته سوم، نل مي بند کړ، پر ستل مي خوله کښېښوده او د زړه له اخلاصه مي تنده ماته کړه. خبره دا سوه، چي دا یو خوب وو، مګر دې خوب زما سترګي د تل لپاره پرانستې. ددې نعمت (اوبو) قدر وکړئ، مخکي له دې، چي دا نعمت له موږه و تروړل سي.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .