وسله والو د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې۱۱ ملکې وګړي بېولي

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۴۰ ق.ظ -
    د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو هلته له یوه واده څخه ۱۱ ملکي وګړي له حکومت سره د اړیکو په تور بېولي. د معلوماتو له مخي دا پېښه تېره شپه ددې ولسوالۍ په بیدک کلي کی شوې. د سيمې اوسېدونکي وايي، وسله وال د شپې ناوخته دوې بجې له لوړ مېل څخه لیري یوه کلي ته ورغلي او هلته يې له یوه واده څخه یولس ملکې وګړي په دې تړاو بېولي، چي پولیس دي او له حکومت سره اړیکې لري. ځينو ویلی، چي له بيول شویو کسانو څخه درې يې وړاندي په پولیسو کې دنده درلوده، خو پاتې نور يې مطلق ملکي دي او له حکومت سره هیڅ تړاو نه لري. د تخته پل ځايي امنيتي سرچينو هم پېښه منلې او زیاتوي، وسله وال د شپې ناوخته راغلي او یوازي يې ملکي وګړي بېولي. دوی زیاتوي، چي د یادو ملکې وګړو د خوشي کولو هڅه يې کړې، خو وروسته يې دا کسان د دوی د کلونو – کلونو لوی مرکز د اډې غره ته بېولي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. طالب

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .