وسله وال طالبان له امریکا سره د دویم پړاو خبرو لپاره چمتووالی نیسي

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۸ ق.ظ -
. رویټرز خبري اژانس ته دوو طالب چارواکو ویلي چې د طالبانو مشرانو له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو لپاره د یوې دری یا څلور کسیزې کمېتې پر رامنځ ته کېدو خبرې کړې، چې وروسته به له امریکایي چارواکو سره مذاکرات ترسره کوي. رویټرز خبري اژانس وايي، ښایي د دې پړاو مذاکراتو مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی وکړي . طالبانو په رسمي ډول دا خبر نه دی تایید کړی. په دوحه کې د طالب مشرانو او امریکایي چارواکو ترمنځ له لومړي پړاو خبرو اترو وروسته اوس طالبان له امریکا سره دوهم پړاو مخامخ خبرو ته چمتوالی نیسي.    
رویټرز خبري اژانس د یوشمېر لوړپوړو طالب چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې طالبان له متحده ایالاتو سره دوهم پړاو خبرو ته چمتوالی نیسي او پر یوه داسې دری یا څلور کسیزې کمېټې هم خبرې شوې چې وروسته به له امریکا سره د مذاکراتو بهیر پر مخ وړي.
    (( په دې ناسته کې به د نورو مسایلو ترڅنګ د بندیانو پر تبادلې هم بحث وشي او ښایي طالبان د خپلو زندانیانو یو لیست هم وسپاري. که ولیدل شي چې امریکا د دې مذاکراتو د دوام په برخه کې جدي ده، نو ښایي له هغې وروسته ژر بله ناسته هم ترسره شي.)) رویټرز ته طالبانو ویلي چې ښایي د دې دور مذاکراتو مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر شیر محمد عباس ستانکزی پر مخ یوسي. وسلوالو طالبانو د تېر جون په میاشت په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الېس ویلز سره کتلي وو،خو د دې کتنو ډیر جزیات خپاره نه شول. شنونکي وایي امریکا د افغان سولې په برخه کې ټاکونکی رول لري او که وغواړي طالبان د سولې خبرو ته حاضرولای شي. افغان حکومت او د سولې عالي شورا په دې تړاو څه نه وایي، خو سولې شورا له دې وړاندې یې ویلي وو چې د هر هغې هڅې ملاتړ کوي چې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره خلاصه کړي.   قطرص

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .