وسلوالو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه کړي

۱۹ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۵ ق.ظ -

وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو اړخونو ډله ييز بريدونه کړي، خو ځايي چارواکي وايي، چې دا بريدونه يې په شا تمبول شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ١٢ بجو له څو اړخونو څخه پر غزني ښار ډله ييز بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې دې بريدونو لپاره وسله والو طالبانو له ميدان وردګو او زابل ولايتونو څخه هم وسله وال راټول کړي وو.

د مشعل په وينا، غزني ښار ته له ننوتلو سره سم وسله والو طالبانو پر امنيتي کمربندونو ، امنيه قوماندانۍ او نورو پوځي تاسيساتو بريدونه وکړل.

نوموړي وويل چې ترڅو ساعتونو جګړې وروسته د طالبانو بريدونه په شاتمبول شوي ، خو هغوى د ښار په دوکانونو او د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې په دې جګړو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دمګړۍ يې معلومات نه درلودل.

د هغه په وينا، دوى د طالبانو له بريدونو خبر وو، ځکه يې ورته امنيتي تدابير نيولي وو.

ده زياته کړه، چې ډېر ژر به په ښار کې چاڼيز عمليات پيل شي.

وسله والو طالبانو تېره شپه د کابل – کندهار ښار د لويې لارې د تړلو ا علان کړى .

د طالبانو وياند ذ بيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دوى د امنيه قوماندانۍ په ګډون يو شمېر مهمې پوځي ادارې  او  پوستې نيولې او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په دې عملياتو کې د خپلو وسله والو له لوري ملکي تلفات رد کړل.

ددې جګړې په اړه نور معلومات وروسته خپاره شي.

غزني ښار بریدونه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .