ولسمشرد عطامحمد نور اړوند د پوهنې سرپرست وزیر ګوښه کړ

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۴ ب.ظ -

ولسمشرغني نن د یوه فرمان په صادرولو سره د پوهنې سرپرست وزیراسدالله حنیف بلخي له دندې لیرې او پرځای یې د وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ابراهیم شینواری سرپرست وټاکه .

په دې اړه په ورکړل شوي فرمان کې د بلخي د ګوښه کیدو دلیل نه دی روښانه شوی .

حنیف بلخي د عطامحمد نور له لورې د پوهنې وزیر معرفي شوی و، چې ولسي جرګې د باور رایه ورکړې وه، خو وروسته یې د استیضاح پر مهال بیرته سلب صلاحیت کړ او ترهغې وروسته یې د وزارت د سرپرست په توګه دنده مخته وړله .

د پوهنې په وزارت کې د فساد د زیاتوالي له کبله پرله پسې شکایتونه کیږي .

د بلخي په اړه وېل کیدل، چې د سرطان ناروغۍ له کبله دندې ته ډېره کمه رسیدګي کولای شي .

د هغه د ګوښه کیدو په اړه عطا محمد نور کوم غبرګون نه دی ښودلی .

bl

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .