ولسمشریزې ټاکنې به په بایومتریک سیسټم تر سره کېږي

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۰ ب.ظ -

ټاکنو کمیسیون وايي ولسمشریزې ټاکنې به په بایومتریک سیستم ترسره شي. ټاکنو کمېسیون پرېکړه وکړه، چې ولسمشریزو ټاکنو کې به د شفافیت لپاره له بایومتریک سیستم کار واخلي. ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په تړاو د سیاسي احزابو له نظارت پرته نورې ټولې طرحې او غوښتنې رسماً رد کړې ځکه چې اوس ناوخته دی.  
له دې سره ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون جدي غوښتنه وکړه، چې دوی ته ژر تر ژره د نوماندانو لیست ولېږي، کنه د پروسو د ځنډ پړه به یې پر غاړه وي.
  له بلې خوا اروپايي ټولنه په تمه ده، چې له افغان حکومت سره به په ګډه د راتلونکو ټاکنو لپاره هڅې وکړي. د ټاکنو په تړاو سیاسي احزاب هم په یوه خوله شوي چې د ټاکنو کمېسیون او حکومت باندې فشار راوړي چې ځینې وړاندیزونه یې ومني. د سه شنبې په ورځ حکومت د احزابو غوښتنې له وخت وروسته وبللې او د چهار شنبې په ورځ ټاکنو کمېسیون د سیاسي احزابو د نظارت غوښتنه ومنله خو نورې یې رسما رد کړې چې اوس ناوخته دی. ټاکنو کمېسیون وايي، په بایومتریک د پارلماني ټاکنو ترسره کولو لپاره ډېرې بودیجې ته اړتیا وه چې حکومت او نړیوالې ټولنې همکاري ونه کړه.
 
اوس کمېسیون پرېکړه کړې چې راتلونکې پارلماني ټاکنې په بایومتریک ترسره کړي.
  له دې سره اروپایي ټولنې تمه ښودلې چې د راتلونکو ټاکنو لپاره به افغان حکومت سره کار وکړي چې ټاکنې رڼې او بریالۍ وي. سره له اوسه د نوماندانو د وروستي لیست پر سر د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ مطبوعاتي جنجال روان دی. ټاکنو کمېسیون له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون جدي غوښتنه وکړه چې دوی ته وروستی لیست ولېږي او که نور ځنډېږي د ټاکنو په ځنډ تاثیر لري. سیاسي احزابو خبرداری ورکړی وو چې که حکومت او ټاکنو کمېسیون یې غوښتنې ونه مني، د ټاکنو د ترسراوي په وړاندې به له هرې ممکنې لارې کار واخلي. له دې سره نړیوال بانک انديښنه ښودلې، که پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۴م کال ټاکنو په څېر جنجالي شي، اقتصادي وضعیت به ډير خراب کړي.
ټاکنې

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .