ولسمشر د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۴۵ ق.ظ -

له ارګ څخه  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماښام د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف د جمهوري ریاست ګلخانه ماڼۍ کې خپل حضور ته ومنل.

سرچينه کاږي، په پیل کې د یادو هېوادونو لوی درستیزانو د خپلو هېوادونو د رهبرۍ او خلکو نېکې هیلې جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې.

سرچينه زياتوي، دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د تروریزم پر ضد مبارزې، سیمه ییزو، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر : ستاسو سفر به په نظامي برخه کې په ځانګړي ډول د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان د اردو ترمنځ د اړیکو او همکاریو نوی فصل پرانېزي او زه هیله من یم چې زموږ مناسبات په راتلونکي کې هم زیات پراخه شي.

د قزاقستان او ازبکستان لوی درستیزانو د هېواد سختو جنګي شرایطو ته په پام د ولسمشر غني د مدبرانه رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: “تاسو په دغه حساس پړاو کې امنیتي مسایلو ته په پام د اقتصادي ودې او د افغانستان د خلکو د هوساینې د تامین لپاره هم کار کوئ چې دا هڅې د ستاینې وړ دي.”

هغوی وویل، د دوى هیله دا ده چې افغانستان د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو په ګډو کوښښونو له تروریزم سره د مبارزې او د دایمي سولې او ثبات په تامین کې بریالی شي او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.

ولسمشر افغانستان ازبکستان همکاري ارګ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .