ولسمشر غني: افغانستان کې د جګړې درېدو لپاره له سياسي لارو ګټه اخلو

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۳۲ ق.ظ -

وروسته له هغه چې افغان حکومت او طالبانو لخوا لنډ اوربند اعلان شو، د هېواد په لر او بر کې له تاوده هرکلي سره مخ شو.

عام افغانان په دې باور دي چې سوله به راځي او جګړه به ختميږي.

افغان ولسمشر محمد اشرغني ويلي دي، غواړي د سياسي لارو څخه په ګټې اخيستنې جګړه ودروي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت چمتو دی چې د جګړې د ختمېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي.

د ازادۍ راډيو د راپور په حواله، محمد اشرف غني د طالبانو له لوري د حکومت اوربند ته د مثبت ځواب په تړاو خوښي وښوده.

79D39A95-C482-4C08-888A-BAF41FB467C1_w650_r1_s

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د جوزا په ۲۰ مه» په چین کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په اتلسمه غونډه کې وویل، باثباته افغانستان د سیمې د هېوادونو له امنیت سره مرسته کولای شي.

ښاغلی غني وايي، چمتو دی چې له سیاسي حل لارې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه:

“زه خوشحال یم چې طالبانو د اختر په ورځو کې زموږ اعلان شوی اوربند ومانه، دا په ۲۳ کلنو کې لومړی ځل دی او زه له تاسو غواړم چې د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړئ.”

طالبانو د شنبې په ورځ د افغان حکومت له لوري د لنډ مهاله اوربند غوښتنه ومنله او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي چې د اختر په درې ورځو کې به په افغان امنیتي ځواکونو حملې ونه کړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له موقت اوربند وروسته اوس د دغه اوربند د تمدیدېدو لپاره غوښتنې زیاتې شوې دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ موقت اوربند باید تمدید شي.

له بلې خوا د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي، د اوربند تمدید د خلکو غوښتنه او اړتیا ده او باید دواړه خواوې هغه په نظر کې ونیسي.

د سولې عالي شوار هم وايي چې د اوربند تمدید کولای شي چې په هېواد کې د سولې د خبرو د پيل لپاره زمینه برابره کړي.

د دغې شورا منشي امین الدین مظفري د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د موقت اوربند د هرکلي په اړه جوړې شوې ناستې کې وویل:

“د سولې عالي شورا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو چې موقت اوربند یې اعلان کړی، غوښتنه کوي چې د بین الافغاني تفاهم د مخامخ او مستقیمو خبرو د پيل لپاره په هېواد کې د اودږ مهاله او دایمي اوربند زمینه مساعده کړي.”

په ورته وخت کې د ښځینه مدني فعالانو له ډلې صفیه صدیقي وايي، د دواړو خواوو د غوښتنې د مطرح کېدو لپاره مذاکراتو ته اړتیا ده د او د دغې مسئلې لپاره د اوربند غځول مهم دي.

امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو، روسیې، ایران او یوشمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانو د افغان حکومت دغه نوښت وستايه او ملاتړ یې ترې وکړ.

بل خوا د طالبانو د رژیم پرمهال په اسلام اباد کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف له یوشمېر رسنیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ موقت اوربند به څو میاشتې تمدید شي، څو د سولې مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .