ولسمشر غني د امریکا د کانګرېس له مشرې سره پر اصلاحاتو او ټاکنو خبرې وکړې

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۴۶ ب.ظ -

ولسمشر اشرف غني د امريکا د کانګرېس له مشرې سره پر اصلاحاتو، ټاکنو او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

له ارګه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرېس له ريیس پاول رایان او له ورسره پلاوي سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه‎‎ییزو مسایلو، د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتيژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني پاول رایان او ورسره پلاوي ته د هرکلي تر څنګ په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او سولې پروسه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې او له یوې نیمې لسيزې زیات یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکارۍ قدرداني وکړه.

د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرېس ريیس او ورسره پلاوي په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او دغه راز تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ. 43676311_1868820436527523_7587979495630438400_o

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .