ولسمشر غني: راشد خان ملي پانګه ده، هېچا ته یې نه ورکوو

۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۳۸ ب.ظ -

راشد خان ته د هندوستان تابعيت ورکولو د غوښتنو په ځواب کې ولسمشر غني ويلي چې راشد خان يوه ملي پانګه ده او هېچا ته يې نه ورکوي.

وروسته له هغه چې تېره شپه د هندوستان د کرکټ غوره ليګ سياليو په يوه لوبه کې راشد خان تاريخي لوبه وکړه او لوبډلې یې (حیدراباد) د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه، په ټولنيزو شبکو کې د هغه هندي مينه والو له خپل حکومته وغوښتل چې راشد خان ته تابعيت ورکړي.

د راجنيش پانډي په نوم يوه هندي مينه وال په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د هند د بهرنيو چارو وزيره مېرمن سوشما سوراج مخاطب کړې ویلي یې دي: ((هيله کوم راشد خان ته د هند تابعيت ورکړئ، د راشد خان په مرسته به راتلونکی نړيوال جام وګټو.))

د اوتار سينګ په نوم يوه بل هندي مينه وال هم په ټويټر کې راشد خان ته د تابعيت ورکولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې هغه ته بايد د هند لوبډله کې ځاى ورکړل شي.

د سلګونو هندي مينه والو د دې ډول غوښتنو په ځواب کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج په ټويټر کې ځواب ورکړی چې د تابعيت ورکولو دنده د دې نه، بلکې د کورنيو چارو وزارت کار دى.

خو نوموړې نن سهار بېرته خپل دغه ټويټ لرې کړى دى.

د هندي وګړو او مينه والو د غوښتنو په اړه د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په ټويټر کې څرګندونې کړې دي.

هغه زياته کړې چې افغانان پر خپل اتل راشد خان وياړي.

ولسمشر له هندي ملګرو مننه کړې چې افغان لوبغاړو ته د لوبېدو، ځلېدلو او د خپلو وړتياوو د رابرسېره کولو چانس ورکړى دى.

د هغه په وينا، راشد خان نړۍ ته د افغانانو د وړتياوو يادونه کړې، هغه د نړۍ او افغانستان د کرکټ يوه پانګه ده.

ولسمشر غني ويلي: ((راشد خان هېچا ته نه ورکوو او نه يې له لاسه ورکوو.))

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د راشد خان د تېرې شپې د لوبې ستاينه کړې او هغه يې فوق العاده ګڼلى دى.

نوموړي زياته کړې چې راشد خان د کرکټ يوه ځانګړې وړتيا لري چې خپلې لوبډلې او هېواد ته يې وياړونه ور بښلي دي.

ډاکتر عبدالله ويلي چې دى او ټول هېوادوال پر راشد خان وياړي.

د کرکټ د چارو کارپوه ضياء ودان وايي چې راشد خان رښتيا هم ځانګړې وړتيا لري چې د نړۍ په نورو لوبغاړو کې ډېره کمه ليدل کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې راشد خان د افغانستان نوم په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې ځلولى چې د جنګونو، فساد او نشه يي توکو له امله يې نوم بد شوى دى.

راشد ارمان۳۹

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .